IQNA

په مصر کې ذ قرآني  چارو ير شخصیّونو د څارنې اداره جوړیږي

15:51 - February 20, 2023
د خبر لمبر: 3486925
ایکنا-(تهران)د مصر داوقافو وزارت  په دغه هیواد کې د قرآني  چارو پر تخصص  او  وړتیالرونکو شخصیتونو د څارنې تخصصي ادارې د جوړیدا خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د بوابةالاهرام له قوله راپور راکړ،د مصر د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئیل، دغه اداره د قرآني وړتیاؤ پر لرونکو متخصصانو او شخصیّتونو د څارنې په موخې سره جوړه شوې او په دغه کار سره به ددوي د قرآني وړتیاؤ د پیاوړتیا او د عملی ،کلتوري او مالی ملاتړ لپاره هڅه وکړي.

د مصر د اوقافو وزارت په اعلامیې کې دغه راز راغلی دي، دغه اداره د قرآڼ دحفظ،تبلیغ،خطابه او نوښتونو په زمینې کې د متخصصانو او وړتیاؤ د کشفولو او پيژندلو په  موخې سره جوړه شوې ده.

همداراز په همدې لړ کې،د دغه وزارت د دیني برخې د مشر هشام عبدالعزیز په مشرۍ د اوقافو د وزارت د یوشمیر مسئولانو په شتون سره یوه عملی تخصصي کمیټې  هم جوړه شوې ده چې ځينی متخصص قاریان هم پکې شامل دي.

https://iqna.ir/fa/news/4123233/%D8

captcha